د صهیونیسټي رژيم پوځ پر غزې هوايي حمله وکړه
Mar 04, 2019 04:04 Asia/Kabul
د صهیونیسټي رژیم د پوځ جنګي الوتکو یوځل بیا په غزې تړانګې باندې بمباري وکړه.
(فلسطین الیوم) خبري ویب سایټ بیګا لیکلي چې د صهیونیسټي رژیم د پوځ جنګي الوتکو د غزې تړانګې په شمال کښې بیت حانون ښار بمباري کړی دی.
د دې هوايي حملې د سر او مال د احتمالي تاوانونو په هکله تراوسه کره معلومات نه دي ترلاسه شوې.
د صهیونیسټي رژیم پوځي ډرونز وړمه شپه هم د غزې تړانګې سویلي سیمې په توغندیو ویشتې وې.
د ویلو ده چې صهیونیسټ رژیم له ۲۰۰۷ کال راهیسې د غزې کلابندي ډیره سخته کړې ده.
ټیګونه