په لویدیځه غاړه کښې یو فلسطینی شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80835-په_لویدیځه_غاړه_کښې_یو_فلسطینی_شهید_شو
د فلسطین روغتیا وزارت وویل چې د اردن سیندد د لویدیځې غاړې په غور الاردن سیمه کښې یو فلسطیني د نیواکګرو صهیونیسټو پوځیانو د ډزو له امله شهید شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2019 13:13 Asia/Kabul
  • په لویدیځه غاړه کښې یو فلسطینی شهید شو

د فلسطین روغتیا وزارت وویل چې د اردن سیندد د لویدیځې غاړې په غور الاردن سیمه کښې یو فلسطیني د نیواکګرو صهیونیسټو پوځیانو د ډزو له امله شهید شو.

په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ملي امنیت او د کورنیو چارو د وزارت ویاند ایاد البزم هم وویل: د غزې د امنیتي سروسونو مامورانو د فتح غورځنګ د یو مشر په ګاډي باندې د حملې دوه عوامل ونیول.

په غزې تړانګه کښې د فلسطین د کورنیو چارو د وزارت او امنیت د رپورټ له مخې، د دې پيښې د عاملانو د پيژندلو او نیولو لپاره تحقیقات دوام لري.

د ویلو ده چې د فتح غورځنګ د یو مشر احمد حلس په ګاډي باندې تیره جمعه د غزې په مرکز دیر البلح سیمه کښې ډزې وشوې خو چا ته په کښې تاوان ونه رسیده.