دډونالډټرمپ کړنې د اسلامی او عربی نړۍلپاره جدی ګواښونه
دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف دسورئې دجولان دنیواکی لوړو په باب دامریکا دولسمشر دغیر قانونی اقدام په غبرګون کې عربانو ته خبرداری ورکړی،هرڅومره چې مریّتوب او ګوډاګیتوب کوئ،هومره به امریکا اوصهونیست رژیم د تاسو دټاټوبو برخې غصب کوی .
محمد جواد ظریف پخپل ټویټیری پیغام کې لیکلی دی ،د نیواکی قدس په باب د ټرمپ دتیر کال له اعلان وروسته دسورئې نیواکی جولان په باب دهغه خپل سری اعلان، د مسلمانو اوعربو ملتونو لپاره یو خبرداری دی .
دایران خارجه وزیر دخپل ټولنیزپیغام په پای کې مسلمانانو او عربانو ته په خطاب کې لیکلی دی ،راځۍ سره یو شو،یو موټی شو خپل حق پخپل اختیار کې ولرو.::::
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د مارچ په پنځه ویشتمه نیټه دملګروملتو دامنیت شورا دپریکړه لیکونو په ښکاره خلاف ورزۍ او دنړیوالو مقررراتو په اپوټه په یوه اقدام کې یو حکم لاسلیک کړی،چې په اساس ئې،واشنګټن د سورئې دجولان په نیواکی لوړو دصهونیسټ رژیم جعلی حاکمیّت په رسمیّت پیژنی .
دامریکا د ولسمشردغه یواړخیزاقدام چې له نړیوالمحکومیّتسرههماغه رازمخامخ دی،په یوووخت ئېامریکا دامنیت شورا په غونډې کې یوځل بیامنزوی کړه.دامنیت شوراڅوارلسوغړو هیوادونو په همداوروستیو کې د سورئې دجولان پر نیواکی لوړو د اسرائیلی رژیم دحاکمیّت دپه رسمیّت پیژندلولپاره دډونالډټرمپله فیصلې سره مخالفت وکړ .
د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۴۲ او۴۹۷پریکړه لیکونو په اساس دجولان سیمه،له سورئې سره اړونده او یوعربی ټاټوبی دی.ددغو پریکړه لیکونو په اساس ددغې شورا دامریکا پشمول زیاترو غړو ورته مثبته رایه هم ورکړې ده.او دغه پریکړه لیکونه دسورئې دنیواکی جولان په باب د امریکا او صهونیسټ رژیم فیصله او دهغو اقدامات په چورلټ ډول ردوی .
دسورئې په نیواکی جولان سیمې کې د صهونیسټ رژیم نیواکګرۍ ته د رواوالی په بخښلو کې د ډونالډټرمپ اقدام ، امریکا ته د ځینو عربانو د هغې کلنګ ورکونې او ګوډاګیتوب دسیاست له امله دی ،چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ په ورتلو سره خپل اوج ته رسیدلی دی . ټرمپ د ۲۰۱۷کال په دسمبر کې هم اعلان کړی ، چې دامریکا سفارت له تل ابیبه نیواکی قدس ته منتقلوی،چې د ۲۰۱۸کال دمئ په څوارلسمه نیټه ئې دغه فیصله عملی کړه.
اوس د سورئې د نیواکی جولان په ضد د امریکا د ولسمشر اقدام ، د :پیړۍ دمعاملې : په نامې سره د پلان په سیوری کې ترسره شوی چې دسعودی عربستان، متحده عربی اماراتو ا و بحرین پشمول له اسرائیلو سره دسازباز کونکوعربانو دسیاست په چوکاټ کې پلی شوی دی . په همدې زمینې کې د سورئې دنیواکی جولان په ضد د ټرمپ د جنجالی فیصلې په وخت ، د متحده عربی اماراتو مرستیال خارجه وزیر انور قرقاش وئیلی دی،له اسرائیلو سره د نیغ په نیغه له رابطې د ډډه کولو لپاره د عربانو فیصله څو کاله مخکې شوې،خو اوس مشخصه شوې دغه فیصله په بشپړ ډول تیروتنه وه .
له امریکاسره دځینو عربانو مریّتوب اوډونالډټرمپ په وسیله دهغوی لِیشَلو سره سره،د امریکا ولسمشردصهونیسټ رژیم لازیات پلویتوب کړی دی.په همدې اساس دجولان لهیوېهغېسیمې دامریکا پلویتوب اوملاتړچې په لویدیځیآسیا سیمېکې یوه سټراټژیکه سیمه ده،هماغه رازد صهونیسټانو په نیواک کې ده .
دامریکا ولسمشردلویدیځی آسیا سیمېله مسئلو اوموضوعګانو سره په چلند کې دعربانو دحقوقود چخڼی کولو په موخې سره د اسرائیلی رژیم په مطلقه پیروۍ ته مخه کړې ده .د۲۰۱۷له دسمبره تر دې دمه د ټرمپ دحکومت خوځښتونه ، دمسلمانانو اوعربانو د ګټو په تاوان دی . له تل ابیبه نیواکی قدس ته د امریکا دسفارت دمنتقلولو په وړاندې دځینو عربانو بې پروائۍ د امریکا اوسنی حکومت هڅولی دی،څو د سورئې دنیواکی جولان په ضد پخپلې سری اوسرزوری اعلان سره یو بل خطرناک ګام پورته کړ ی.
د ډونالډټرمپ دحکومتدغه کړچار به دیوه عربپه ګټه هم نهویاو دصهونیسټ رژیم دماتیدونکی امنیت دساتلو په موخې سره عربی هیوادونو کمزوری کول،دامریکا یوچورلټ سیاست دی .په دغه شان شرائطو کېدخپلو قانونی حقوقوڅخه ددفاع لپاره دمسلمانانو او عربانو وحدت او پیوستون او یوموټی کیدا،د امریکا اواسرائیلو په وسیله د عربانود ټاټوبو دغصبولو ددوام په وړاندې یوازینۍ لاره ده .