په غزې کښې یو فلسطیني ځلمی شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81523-په_غزې_کښې_یو_فلسطیني_ځلمی_شهید_شو
هغه فلسطیني ځلمی چې د صهیونیسټو پوځیانو په ډزو زخمي شوی و، بیګا شهید شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2019 02:58 Asia/Kabul
  • په غزې کښې یو فلسطیني ځلمی شهید شو

هغه فلسطیني ځلمی چې د صهیونیسټو پوځیانو په ډزو زخمي شوی و، بیګا شهید شو.

فلسطیني سرچینو ویلي چې دغه ۱۶ کلن ځلمی د روانې اپریل میاشتې په دریمه نیټه د غزې د سویل په رفح ښار کښې د صهیونیسټانو د ډزو له امله زخمي شوی و.

د ویلو ده چې د غزې په تړانګه کښې له تیر څه باندې یو کال راهیسې د ستنیدو د حق په لاریون کښې د فلسطینیانو پراخ ګډون لاهم دوام لري چې هره جمعه په کښې د صهیونیسټو پوځیانو د ډزو له امله یوشمیر فلسطینیان شهیدان او زخمي کیږي.