داعش په رياض د حملې ذمه واري په غاړه واخېسته
Apr 22, 2019 08:31 Asia/Kabul
داعش ترهه ګرې ډلې د سعودي په پائتخت رياض کښې په يو امنيتي مرکز د حملې ذمه واري په غاړه واخېسته.
له داعش سره د پېېلي اعماق خبري آژانس په نقل سره روئيټر خبري اژانس وويل، د داعش ترهه ګرې ډلې څلور غړيو دغه عمليات د سعودي په پائتخت رياض کښې ترسره کړل.
سعودي رسنيو پرون اعلان وکړ، څلور وسله والو د رياض په شمال کښې په الزلفي سيمه کښې په يو امنيتي مرکز حمله وکړه.
د سعودي د سرکاري خبري آژانس واس د رپوټ له مخې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو څلور واړه حمله کونکي ووژل،همدارنګ درې سعودي امنيتي ځواکونه هم له ترهه ګرو سره په نښته کښې زخمي شول.
ټیګونه