د غزې په اړه صهيونېسټ رژيم ته د فلسطيني فعالانو خبردارے
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81893-د_غزې_په_اړه_صهيونېسټ_رژيم_ته_د_فلسطيني_فعالانو_خبردارے
فلسطيني فعالانو د غزې په تړانګه کښې د حالاتو د ارامولو لپاره په ترلاسه شويو تفاهماتو باندې د صهيونېسټ رژيم د نه پابندۍ په اړه خبردارے ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2019 10:13 Asia/Kabul
  • د غزې په اړه صهيونېسټ رژيم ته د فلسطيني فعالانو خبردارے

فلسطيني فعالانو د غزې په تړانګه کښې د حالاتو د ارامولو لپاره په ترلاسه شويو تفاهماتو باندې د صهيونېسټ رژيم د نه پابندۍ په اړه خبردارے ورکړ.

د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې فلسطيني فعالانو په عربي او عبري ژبوپه يو وېډيوئي پېغام کښې د صهيونېسټ رژيم چارواکو ته په خطاب کښې خبردارے ورکړ، که په ترلاسه شويو تفاهماتو باندې پابند پاتې نه شي نو درون لګښت به يې ادا کړي.

فلسطيني فعالانوهمدارنګ د صهيونېسټ رژيم ښارګي اوسېدونکو ته خبردارے ورکړ، ترهغه وخته چې د غزې خلق په رنځ او سختۍ کښې وي نو دوي به هم د ارامښت رنګ نه ويني.

دغه پېغام په داسې حال کښې خپور شو چې صهيونېسټ رژيم د نيواکي زمکو لوري ته د اورلګونکو بالونونو د لېږلواو  د شپې د قهر نومې فعاليتونو په شمول د غزې په تړانګه کښې د ستنېدو له مظاهرو سره د اړوندو فعاليتونو د شروع کېدو خبر ورکړ.