فلسطیني مقاومت لږترلږه پنځه صهیونسټ ښارګي میشت ووژل
May 06, 2019 02:55 Asia/Kabul
اسرائیلي رسنیو د غزې تړانګې په شمال کښې په اشکِلون ښارګي باندې په توغندوي حمله کښې د څلورو صهیونیسټانو د هلاکت خبر ورکړی.
الجزیره ټي وي چینل هم په یو رپورټ کښې ویلي چې یو بل صهیونیسټ ښارګي میشت په سِدروت نومې اسرائیلي ښارګي باندې په راکټي حمله کښې وژل شوی دی.
المنار ټي وي چینل ویلي چې د فلسطین مقاومتي ډلو پرون په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټي رژيم د پوځي یو جیپ د بیت حانون په ختیځ کښې په کورِنټ نومې توغندي ویشتی دی چې په کښې لږترلږه درې اسرائیلي پوځیان زخمي شوي دي.
هم داشان په عسقلان باندې په راکټي بریدونو کښې څلور صهیونیسټ ښارګي میشت زخمي شوي چې د دوو حالت خراب رپورټ شوی دی.
ټیګونه