دپیړۍد معاملې په وړاندې دې داسلامی نړۍغوره شخصیتونه هوښیار ووسی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82045-دپیړۍد_معاملې_په_وړاندې_دې_داسلامی_نړۍغوره_شخصیتونه_هوښیار_ووسی
د پیړۍ معاملې امریکائی پلان په اساس،قدس شریف صهیونیسټی رژیم ته سپارل کیږی ، په نورو هیوادونو کې دیره فلسطینی کډوال به دبیرته ستنیدو حق ونه لری او فلسطین به یوازې د غزې تړانګې او داردن سین دلویدیځی غاړې د پاتې برخو مالکیّت ولری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 09, 2019 10:58 Asia/Kabul
  • دپیړۍد معاملې په وړاندې دې داسلامی نړۍغوره شخصیتونه هوښیار ووسی

د پیړۍ معاملې امریکائی پلان په اساس،قدس شریف صهیونیسټی رژیم ته سپارل کیږی ، په نورو هیوادونو کې دیره فلسطینی کډوال به دبیرته ستنیدو حق ونه لری او فلسطین به یوازې د غزې تړانګې او داردن سین دلویدیځی غاړې د پاتې برخو مالکیّت ولری .

په تهران کې د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس  استازی  خالد قدومی  له مهر خبری آژانس سره په خبرو کې چې نن خپرې شوی ، په دې په ټینګار سره چې  اسلامی او عربی نړۍ  او دنړۍ نور آزادی غواړی دې  دصهیونیسټ رژیم  د جنایتونو او کرغیړنو کړنو په  وړاندې مقاومت وکړی ،روښانه کړې ؛ اسرائیل نه یوازې د فلسطین لپاره بلکې  ددرست اسلامی امت لپاره یو امنیتی ګواښ  حسابیږی .

Image Caption

 

 قدومی زیاته کړې،اسلامی اوعربی هیوادونه باید په سیاسی او ډیپلوماټیکو سویو  دې  د امریکا د حکومت د سرزوریو او په سیمې کې ئې د جنایتونو خنډ شی .

 په تهران کې دحماس غورځنګ استازی  دفلسطین دمقاومت   ډلو سټراټژۍ ته په اشارې سره  روښانه کړې ، په سیمه ایز او نړیواله سویو دصهیونیسټانو  دجنایتونو ایشواکول ، له وحشی صهیونیسټی رژیم سره  داړیکو له عادی کیدا سره مقابله  او ددغه تیریګر رژیم بایکاټول ،  د فلسطین  د مقاومت سټراټژۍ حسابیږی .

   د پیړۍ  معاملې  امریکائی پلان په اساس ، قدس شریف  صهیونیسټی رژیم ته سپارل کیږی ، په نورو هیوادونو کې دیره فلسطینی کډوال به  دبیرته ستنیدو حق ونه لری  او فلسطین  به یوازې د غزې تړانګې او داردن سین  دلویدیځی غاړې  د پاتې برخو مالکیّت  ولری .  

Image Caption