دپیړۍد معاملې په وړاندې دې داسلامی نړۍغوره شخصیتونه هوښیار ووسی
د پیړۍ معاملې امریکائی پلان په اساس،قدس شریف صهیونیسټی رژیم ته سپارل کیږی ، په نورو هیوادونو کې دیره فلسطینی کډوال به دبیرته ستنیدو حق ونه لری او فلسطین به یوازې د غزې تړانګې او داردن سین دلویدیځی غاړې د پاتې برخو مالکیّت ولری .
په تهران کې د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس استازی خالد قدومی له مهر خبری آژانس سره په خبرو کې چې نن خپرې شوی ، په دې په ټینګار سره چې اسلامی او عربی نړۍ او دنړۍ نور آزادی غواړی دې دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو او کرغیړنو کړنو په وړاندې مقاومت وکړی ،روښانه کړې ؛ اسرائیل نه یوازې د فلسطین لپاره بلکې ددرست اسلامی امت لپاره یو امنیتی ګواښ حسابیږی .
قدومی زیاته کړې،اسلامی اوعربی هیوادونه باید په سیاسی او ډیپلوماټیکو سویو دې د امریکا د حکومت د سرزوریو او په سیمې کې ئې د جنایتونو خنډ شی .
په تهران کې دحماس غورځنګ استازی دفلسطین دمقاومت ډلو سټراټژۍ ته په اشارې سره روښانه کړې ، په سیمه ایز او نړیواله سویو دصهیونیسټانو دجنایتونو ایشواکول ، له وحشی صهیونیسټی رژیم سره داړیکو له عادی کیدا سره مقابله او ددغه تیریګر رژیم بایکاټول ، د فلسطین د مقاومت سټراټژۍ حسابیږی .
د پیړۍ معاملې امریکائی پلان په اساس ، قدس شریف صهیونیسټی رژیم ته سپارل کیږی ، په نورو هیوادونو کې دیره فلسطینی کډوال به دبیرته ستنیدو حق ونه لری او فلسطین به یوازې د غزې تړانګې او داردن سین دلویدیځی غاړې د پاتې برخو مالکیّت ولری .