ایران امریکې ته کلنګ نه ورکوي
May 11, 2019 03:09 Asia/Kabul
د لبنان دحزب الله د اجرايي شورا مشر بیګا د ایران خلاف د امریکې یواړخیز بندیزونه وغندله او ټینګار یې وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به امریکې ته کلنګ ور نه کړي.
ایرنا لیکلي چې علي دعموش د بیروت د جمعې لمانځه په خطبو کښې زیاته کړه: د اسلامي انقلاب له بریالیتوب راهیسې ایران ثابته کړې ده چې د امریکې زور وینو ته نه تسلیمیږي.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران کولی شي په قدرت او ارادې سره له بندیزونو تیر شي، څرګنده کړه: د ایران د ولس خلاف د امریکې د بندیزونو دوام د سیمې له ولسونو او هیوادونو سره د امریکې د دښمنۍ نښه ده.
د ویلو ده چې امریکې له ایټمي موافقې له وتنې وروسته په ایران باندې د دباؤ اچولو لپاره یو هراړخیز سیاسي او اقتصادي جنګ پیل کړی دی.
ټیګونه