دیمن دمظلومو ماشومانواو ښځو د وینو غچ به واخلو
عبدالوهاب المحبشی له المسیره ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وئیلی دی ، دغه جنایت چې آل سعود تیریګر رژیم له څه دپاسه څلورو کلونو راهسې دوام ورکړی ، او دیمن بې ګناه ماشومان اوښځې بوډاګان په نښه کوی ، دنړیوالې ټولنې د سترګو په وړاندې کیږی ، خو نړیواله ټولنه په چپه خولې سره د یمن د بې ګناه خلکو د وینې په بهولو کې له تیریګر ائیتلاف سره ملګرتیا کوی ،او په غیر مستقیم ډول ئې تائیدوی.
دیمن د انصار ا...ولسی غورځنګ ددفتر یوه مسئول مقام عبدالوهاب المحبشی دیمن په پلازمینې صنعا ښار کې پر هستوګنې سیمې دآل سعود رژیم دتیریګر ائیتلاف جنګی الوتکو د نننیو تیریو په غبرګون کې ټینګار کړی ، د مظلومو ماشومانو اوښځو غچ به په نزدې راتلونکی کې له خونخوارو تیریګرو واخلی .
عبدالوهاب المحبشی له المسیره ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وئیلی دی،دغه جنایت چې آل سعود تیریګر رژیم له څه دپاسه څلورو کلونو راهسې دوام ورکړی،او دیمن بې ګناه ماشومان اوښځې بوډاګان په نښه کوی،دنړیوالې ټولنې د سترګو په وړاندې کیږی،خو نړیواله ټولنه په چپه خولې سره د یمن د بې ګناه خلکو د وینې په بهولو کې له تیریګرائیتلاف سره ملګرتیا کوی ،او په غیر مستقیم ډول ئې تائیدوی.
دیمن د انصار ا... دغه مسئول مقام روښانه کړې،دبې ګناه انسانانو دوینو په بهولو کې د تیریګر دښمن سپیرۀ اقدامات دهغې تنګڅې ښودنه کوی،چې تالی څټی حکومتونه پکې ښکیل دی تردې چې دبې ګناه خلکو وینه بهوی،ځکه دیمن له مبارزانو سره دمخامخ مقابلې توان نه لری او په همدې علت ښاریز په نښه کوی .