يمنيانو بيا په سعودي توغندي اورول/ ګڼ شمېر سعودي فوځيان هلاک
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82246-يمنيانو_بيا_په_سعودي_توغندي_اورول_ګڼ_شمېر_سعودي_فوځيان_هلاک
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو بېګا په يمن کښې د سعودي ائتلاف د جنايتونو په ځواب کښې د دغه هېواد د عسير صوبې په لربوعه سيمه کښې په سعودي فوځيانو زلزال نومې دوه ځاي بالېسټک توغندي وروغورزول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2019 01:04 Asia/Kabul
  • يمنيانو بيا په سعودي توغندي اورول/ ګڼ شمېر سعودي فوځيان هلاک

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو بېګا په يمن کښې د سعودي ائتلاف د جنايتونو په ځواب کښې د دغه هېواد د عسير صوبې په لربوعه سيمه کښې په سعودي فوځيانو زلزال نومې دوه ځاي بالېسټک توغندي وروغورزول.

العالم چېنل وويل، په دغه حمله کښې په لسګونوسعودي فوځيان هلاک يا ژوبل شول.

د سعودي تيري ګر ائتلاف جنګي الوتکو د تېر زيارت په ورځ د يمن د پائتخت صنعا ښار په مرکز بمباري وکړه.

په دغه جنايت کښې د يوې کورنۍ د څلورو ماشومانو په شمول شپږ تنه ووژل شول او د اويشتو ماشومانو، اولسو ښځواو اويشتو سړيو په شمول يواويا تنه ژوبل شول.

په دغه حمله کښې ډېر کورونه او ودانۍ ويجاړې شوې.

سعودی د اماراتو، امریکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې دیمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هیواد روغتونونه ، ښوونځی ، بیخ بنایی تاسیستات او دخلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسوپه رسولو کښې نه دي کامياب شوي