کوم تیري ګر چې اوور بلوي، خپله به په کښې سوزي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82326-کوم_تیري_ګر_چې_اوور_بلوي_خپله_به_په_کښې_سوزي
د یمن د انصار الله غورځڼګ ویاند د عربستان د نجران په هوايي ډګر باندې د بې پایلټه الوتکو د دوو عملیاتو په هکله وویل چې دغه عملیات او له دې مخکښې او وروسته نور عملیات، د یمن له هیواد او ولسه په دفاع کښې یو روا اقدام دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2019 11:57 Asia/Kabul
  • کوم تیري ګر چې اوور بلوي، خپله به په کښې سوزي

د یمن د انصار الله غورځڼګ ویاند د عربستان د نجران په هوايي ډګر باندې د بې پایلټه الوتکو د دوو عملیاتو په هکله وویل چې دغه عملیات او له دې مخکښې او وروسته نور عملیات، د یمن له هیواد او ولسه په دفاع کښې یو روا اقدام دی.

محمد عبدالسلام په دې خبرې سره چې د سعودي ائتلاف تیري ګر به د تیري له بندولو او د یمن د محاصرې له ختمولو پرته ځان ونه ژغورل شي، زیاته کړه: څوک چې اوور بلوي هم هغه به په دغه اوور کښې سوزوي.

د انصار ا... ویاند هم داشان د عربستان په نجران کښې د ملکي وګړو د ویشتلو په هکله د نجران د هوايي ډګر خلاف د یمني ځواکونو د وروستیو عملیاتو په لړ کښې د (عربي ائتلاف) د رسمي ویاند ترکي المالکي ادعا دروغ وبلله.

د یمن بې پایلټه الوتکو نن سهار یوځل بیا د عربستان د نجران په هوايي ډګر کښې ولاړې هغه جنګي الوتکې چې د یمن په بیګناه خلکو باندې د حملې لپاره یې کاروي، په توغندیو وویشتلې.

د یمن ډرون الوتکو پرون سهار هم د عربستان په هم دغه هوايي ډګر کښې د وسلو یو ډیپو ویشتی و.

د عربستان په مشرۍ د عربي ائتلاف ویاند ترکي المالکي په یوه دروغجنه ادعا کښې د دغه ائتلاف د وسلو په ګودام باندې د یمن د حملې په هکله مدعي شو چې ویشتل شوې سیمه غیرپوځي ده او د یمني ځواکونو عملیات د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.