دامریکا او د عربستان هدفونه به ماتی وخوری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82384-دامریکا_او_د_عربستان_هدفونه_به_ماتی_وخوری
تسنیم خبری اژانس وایی د لبنان د حزب الله د اجرایی شورا د مشر مرستیال «شیخ علی دعموش »ټینګار وکړ په سیمه کښې د امریکا او دسعودی عربستان هدفونه به هیڅکله محقق نشی او نتیجې ته به ونه رسیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2019 08:39 Asia/Kabul
  • په اسلامي او عربي نړۍ کښې دمقاومت چورلیز په سیمې د سلطې لپاره دنړیوال استکبار د پلانونو په  ناکامولو کښې مهم رول لوبولی دی .
    په اسلامي او عربي نړۍ کښې دمقاومت چورلیز په سیمې د سلطې لپاره دنړیوال استکبار د پلانونو په ناکامولو کښې مهم رول لوبولی دی .

تسنیم خبری اژانس وایی د لبنان د حزب الله د اجرایی شورا د مشر مرستیال «شیخ علی دعموش »ټینګار وکړ په سیمه کښې د امریکا او دسعودی عربستان هدفونه به هیڅکله محقق نشی او نتیجې ته به ونه رسیږی .

هغه وویل دامریکا د پیړۍ معامله به هیڅکله اجرا نشی ځکه چې د فلسطین ملت له هغو ټولو دباونو سره سره چې د پیړۍ د معاملې د منلو لپاره تر دباو لاندې دی هیڅکله له خپلو سپیڅلیو ځایونو او حقونو سترګې پټې نکړی او شاتګ به ونکړی او ټول اسلامی ملتونه او دنړۍ شریف خلک د فلسطین دملت په څنګ کښې دی .

د لبنان د مسلمانو علماو ټولنې هم په یوې(۱) بیانیې کښې د مقاومت دساتلو پرضرورت ټینګار وکړ او و یې ویل په اسلامی او عربی نړۍ کښې دمقاومت چورلیز په سیمې د سلطې لپاره دنړیوال استکبار د پلانونو په  ناکامولو کښې مهم رول لوبولی دی .

د لبنان د«صور» د علماو د ټولنې مشر شیخ علی یاسین هم وویل په فلسطین او لبنان کښې مقاومت له صهیونیسټ دښمن څخه د سیمې د ازادولو په لاره کښې حرکت کوی او د لبنان او دفلسطین سرحدونه به له یوبل سره پیوند وخوری .