ټول هیوادونه د پیړۍ دمعاملې په هکله مسول دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82401-ټول_هیوادونه_د_پیړۍ_دمعاملې_په_هکله_مسول_دی
فارس خبری اژانس وایی د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله پرون په دوه زرم (۲۰۰۰)میلادی کال کښې په صهیونیسټ رژیم د مقاومت د بریالیتوب او په کامل ډول دلبنان د ازادۍ د نولسمې(۱۹) کلیزې په مناسبت وینا کښې وویل ټول هیوادونه د امریکا د پیړۍ د معاملې له پلان سره د مقابلې په هکله چې هدف یې د فلسطین د موضوع له مینځه وړل دی مسول دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2019 23:47 Asia/Kabul
  • که چیرې مقاومت نه وائ د امریکا ولسمشر ټرمپ به د قدس او دجولان دلوړو په شان دلبنان جنوب هم اسرائیلو ته ورکړی وو .
    که چیرې مقاومت نه وائ د امریکا ولسمشر ټرمپ به د قدس او دجولان دلوړو په شان دلبنان جنوب هم اسرائیلو ته ورکړی وو .

فارس خبری اژانس وایی د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله پرون په دوه زرم (۲۰۰۰)میلادی کال کښې په صهیونیسټ رژیم د مقاومت د بریالیتوب او په کامل ډول دلبنان د ازادۍ د نولسمې(۱۹) کلیزې په مناسبت وینا کښې وویل ټول هیوادونه د امریکا د پیړۍ د معاملې له پلان سره د مقابلې په هکله چې هدف یې د فلسطین د موضوع له مینځه وړل دی مسول دی .

حسن نصر الله وویل نن سبا دفلسطین خلک د حذفیدا لپاره له ترټولو سترې دسیسې سره مخامخ شوی دی او په همدې وجه د روان میلادی کال د قدس د ورځې اساسی موضوع  د امریکا د ولسمشر ټرمپ له معاملې سره مقابله کول دی .

دلبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله دبحرین د علماو او د انقلابیانو ددریځ دقدرونې په ترڅ کښې ټینګار وکړ د امریکا د پیړۍ دمعاملې د پلان داجرا لپاره لومړنی ګام ټاکل شوی دی چې دبحرین په پلازمینې منامې کښې پورته شی او د بحرین غونډه احتمالا په لبنان او نورو هیوادونو کښې د فلسطینیانو د هستوګنې لپاره زمینه برابروی خو د لبنان ټول خلک د فلسطین دکډوالو د موضوع په  هکله یوشان دریځ لری .

حسن نصر الله وویل که چیرې مقاومت نه وائ د امریکا ولسمشر ټرمپ به د قدس او دجولان دلوړو په شان دلبنان جنوب هم اسرائیلو ته ورکړی وو .