ټول هیوادونه د پیړۍ دمعاملې په هکله مسول دی
-
که چیرې مقاومت نه وائ د امریکا ولسمشر ټرمپ به د قدس او دجولان دلوړو په شان دلبنان جنوب هم اسرائیلو ته ورکړی وو .
فارس خبری اژانس وایی د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله پرون په دوه زرم (۲۰۰۰)میلادی کال کښې په صهیونیسټ رژیم د مقاومت د بریالیتوب او په کامل ډول دلبنان د ازادۍ د نولسمې(۱۹) کلیزې په مناسبت وینا کښې وویل ټول هیوادونه د امریکا د پیړۍ د معاملې له پلان سره د مقابلې په هکله چې هدف یې د فلسطین د موضوع له مینځه وړل دی مسول دی .
حسن نصر الله وویل نن سبا دفلسطین خلک د حذفیدا لپاره له ترټولو سترې دسیسې سره مخامخ شوی دی او په همدې وجه د روان میلادی کال د قدس د ورځې اساسی موضوع د امریکا د ولسمشر ټرمپ له معاملې سره مقابله کول دی .
دلبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله دبحرین د علماو او د انقلابیانو ددریځ دقدرونې په ترڅ کښې ټینګار وکړ د امریکا د پیړۍ دمعاملې د پلان داجرا لپاره لومړنی ګام ټاکل شوی دی چې دبحرین په پلازمینې منامې کښې پورته شی او د بحرین غونډه احتمالا په لبنان او نورو هیوادونو کښې د فلسطینیانو د هستوګنې لپاره زمینه برابروی خو د لبنان ټول خلک د فلسطین دکډوالو د موضوع په هکله یوشان دریځ لری .
حسن نصر الله وویل که چیرې مقاومت نه وائ د امریکا ولسمشر ټرمپ به د قدس او دجولان دلوړو په شان دلبنان جنوب هم اسرائیلو ته ورکړی وو .