د پیړۍ معامله د فلسطین پرضد دسیسه ده
-
د پیړۍ معامله دامریکا دحکومت یو (۱)پلان دی چې د فلسطین دخلکو دحقوقو د له مینځه وړلو کوشش کوي .
زمونږ خبریال وایی د بحرین مشهور مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم وویل د پیړۍ د معاملې په نوم د پلان د وړاندې کولوهدف د فلسطین د موضوع پرضد دامریکا د صهیونیسټ رژیم او د ځینو عربو واکمنانو ګډه دسیسه ده .
هغه وویل د پیړۍ دمعاملې په نوم پلان د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ او دصهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر بنیامین نتانیوه لخوا مطرح شوی دی او ځینو عربو حکومتونو له دغه پلان سره د ملګرتیا کولو او د اجرا کولو مسولیت چې هماغه د فلسطین د ملت دحقوقو ضایع کول دي پرغاړه اخیستی دی .
دبحرین دغه ستر مذهی مشر شیخ عیسی قاسم وویل د پیړۍ معامله داسې جنایت دی چې شرم به یې دهغو ټولو کسانو چې ورسره ملګرتیا او ملاتړ کوی لمن ته وغځیږی .
د پیړۍ معامله دامریکا دحکومت یو (۱)پلان دی چې د فلسطین دخلکو دحقوقو د له مینځه وړلو کوشش کوی .
دغه پلان د سعودی عربستان په شمول د ځینوعربو هیوادونو په ملګرتیا او موافقت سره برابر شوی دی .