عرب اتحادیې د تل ابیب نوې پریکړې ته سخت غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82577-عرب_اتحادیې_د_تل_ابیب_نوې_پریکړې_ته_سخت_غبرګون_وښود
عرب اتحادیې په ختیځ قدس کښې په فلسطیني ځمکو کښې د څه باندې اتو سوو نویو کورونو د جوړولو لپاره د صهیونیسټی رژیم پریکړه وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2019 02:55 Asia/Kabul
  • عرب اتحادیې د تل ابیب نوې پریکړې ته سخت غبرګون وښود

عرب اتحادیې په ختیځ قدس کښې په فلسطیني ځمکو کښې د څه باندې اتو سوو نویو کورونو د جوړولو لپاره د صهیونیسټی رژیم پریکړه وغندله.

النشره خبري ویب سایټ لیکلي چې عرب اتحادیې په ختیځ قدس کښې په فلسطیني ځمکو کښې د څه باندې اتو سوو نویو کورونو د جوړولو لپاره د صهیونیسټی رژیم پریکړه وغندله او هغه یې د نیواکي قدس ښار د کلابندۍ د بشپړولو او د فلسطینیانو د بې کوره کولو په لړ کښې وبلله.

عرب اتحادیې ټینګار وکړ چې د اسرائیلو توکمپال اقدامات او ښارګي جوړونه ناروا او د ټولو نړیوالو پریکړه لیکونو او قوانینو او ژمنو خلاف ورزي ده.

دغې اتحادیې زیاته کړه: د نړیوالې پوښتنې نشتوالی او له نیواکګرو د امریکې ملاتړ د فلسطین خلاف د حملو دوام او د مقدساتو د حرمت سپکاوي او د ښارګي جوړونې زیاتولو او د نړیوالو قوانینو او پریکړه لیکونو خلاف ورزۍ ته د هغوي د هڅیدو د دوام سبب شوی دی.