دبحرین په غونډې کې ګډون دفلسطین له آیډئیل سره خیانت دی
ټاکل شوې ده د جون په وروستیو کې دفلسطین له اقتصاده دملاتړ په پلمه ، په بحرین کې د امریکا په شتون اومرستې سره یوه غونډه جوړیږی چې دغه غونډه د پیړۍ دمعاملې په نامې سره دپلان لپاره یومړنی فعالیت دی .
مهر خبری اژانس راپورورکړ دفلسطیین د فتح غورځنګ د مرکزی کمیټې یوه مسئول مقام عباس زکی په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی د بحرین دمنامې غونډه د :پیړۍ دمعاملې : د امریکائی پلان دمطرح کولو لپاره لومړنی ګام دی او فلسطینیان ورسره دمقابلې لپاره اجماع لری .
دفتح غورخنګ دغه مسئول مقام زیاته کړې ده ، دفلسطین د آزادۍ جبهه یا پی ایل او به دبحرین له غونډې سره دمقابلې لپاره عملی ګامونه پورته کړی او هرڅوک چې د منامې په غونډې کې ګډون وکړی ، او دفلسطین اصول تر پښو لاندې کړی ، خاین دی ، ځکه چې قدس دفلسطنیانو ژوند اوکرامت دی. عباس زکی ټینګار کړی ، فتح غورځنګ له اسرائیلو سره دارتباط دغوڅولو لپاره خپله فیصله کړې ده او دا فیصله ئې په مرکزی شورا او دفلسطین دآزادۍ جبهې کې هم اعلان کړی ده .
ټاکل شوې ده د جون په وروستیو کې دفلسطین له اقتصاده دملاتړ په پلمه ، په بحرین کې د امریکا په شتون اومرستې سره یوه غونډه جوړیږی چې دغه غونډه د پیړۍ دمعاملې په نامې سره دپلان لپاره یومړنی فعالیت دی .