مرتجع عرب هیوادونه په یمن کې ډیموکراسی نه غواړی
دیمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو پرون د عربستان په جنوب نجران کې په الشرفه او البقع سیمې کې دخپلو مورچلو په لور د پرمختګ لپاره د سعودی تالی څټو دوې سترې حملې ناکامې کړی او په دغو عملیاتو کې ئې په لسګونو پیّلی مزدورانو ته مرګ ژوبلې اړولی او دهغوی زیات شمیر پوځی تجهیزات او ګاډی ئې هم تباه کړی د ی.
د یمن د انقلاب لوړې کمیټې مشر محمد علی الحوثی پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی دعربانو مرتجع هیوادونه په یمن کې ډیموکراسی نه غواړی ، په همدې دلیل دغه هیوادونه دسویډ د سولې دموافقې داجرا مخالف دی .
محمد علی الحوثی ددې خبرې په کولو سره چې په یمن په پوځی یرغلونو کې د امریکائی ،انګریز،سعودی ،اماراتی او دهغو دمتحدو تیریګرو د ترهه ګر او جاهلانه اقدام پنځه کلونه تیریږی ، زیاته کړې ، دیمن ولس خبرواترو میز ته دبیرته ستنیدا، دملی پخلاینې د کمیټې جوړیدا ،د درستو یمن والو ګوندونو او ډلو ټپلو په شتون سره د ولسمشرۍ او پارلیمانی انتخاباتو دترسره کیدا،د تاوانونو د جبرانولو ، دعمومی بخښنې داعلان ، ددرستو لورو دبندیانو دخوشی کیدا، دبیلابیلو موضوعګانو په باب دټول پوښتنې د ترسره کیدا او په یمن د بهرنیو هیوادونو دتیریو د مخنیوی او دبیا رغاونې دپیلیدو لپاره دنړیوالو ضمانتونو غوښتونکی دی .
له یمنه یو بل خبر دا چې دیمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو پرون د عربستان په جنوب نجران کې په الشرفه او البقع سیمې کې دخپلو مورچلو په لور د پرمختګ لپاره د سعودی تالی څټو دوې سترې حملې ناکامې کړی او په دغو عملیاتو کې ئې په لسګونو پیّلی مزدورانو ته مرګ ژوبلې اړولی او دهغوی زیات شمیر پوځی تجهیزات او ګاډی ئې هم تباه کړی د ی.