دپیړۍ معامله دصهیونیسټی رژیم دبې هویّتۍ په معادلې بدله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82706-دپیړۍ_معامله_دصهیونیسټی_رژیم_دبې_هویّتۍ_په_معادلې_بدله_شوې
ډاکټر لاریجانی ټینګار کړی،که د مسئلې لوری د فلسطین دموضوع په ډیموکراټیک حل پسې وی،نو باید د فلسطین د ملت رایو ته په رجوع کونې کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حل لارې ته دې پام وکړی ..
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 09, 2019 11:07 Asia/Kabul
  • دپیړۍ معامله دصهیونیسټی رژیم دبې هویّتۍ په معادلې بدله شوې

ډاکټر لاریجانی ټینګار کړی،که د مسئلې لوری د فلسطین دموضوع په ډیموکراټیک حل پسې وی،نو باید د فلسطین د ملت رایو ته په رجوع کونې کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حل لارې ته دې پام وکړی ..

زمونږخبریال راپور راکړ  دایران داسلامی شورا مشرعلی لاریجانی  نن د  پارلیمان  په څرګندې غونډې  کې  دقدس  دنړیوالې ورځې په ولولناک لاریون کې  د ایران د ولس  د پراخ شتون  په قدرونې سره چې د صهیونیسټی رژیم او دهغو دملاتړو د دسیسو د شنډیدا لامل شوی،زیاته کړې،دغه شتون د پیړۍ دسترې معاملې پلان دبې هویتۍ په یوې معاملې بدل کړی دی.

 ډاکټر لاریجانی ټینګار کړی،که  د مسئلې لوری د فلسطین دموضوع په ډیموکراټیک حل پسې وی،نو باید د فلسطین د ملت رایو ته په رجوع کونې کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  حل  لارې ته دې پام وکړی ..

  دایران د اسلامی شورا یا مقننه قوې مشر  په  دوام کې  د فرانسې  د ولسمشر آمانوئل ماکرون څرګندونو ته اشاره کړې او وئیلی ئې دی ، دغه څرګندونې ډیرې افسوسناکې او بې ربطه  وې  چې د ایران داسلامی جمهوریت له ولسمشر سره په ټیلیفونی او  نورو ډیرو حضوری  خبرواترو کې د فرانسې د ولسمشر له مخکینیو خبرو سره  ئې هیڅ سمون  نه درلود. 

د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون  چې هیواد ئې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د یوه لاسلیک کونکی غړی په توګه تردې دمه ددغې نړیوالې موافقې د اجرا لپاره پخپلو ژمنو  عمل نه دی کړی،دتیرې پنجشنبې په ورځې ئې  له ډونالډټرمپ سره په ګډ خبری کنفرانس کې  وئیلی،پاریس او واشنګټن  د ایران په  وړاندې ګډې موخې لری او د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د پراختیا لپاره باید نوی خبرې اترې پیل شی .