سعودي او اماراتو ته د يمن د انصارالله خبردارے
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82793-سعودي_او_اماراتو_ته_د_يمن_د_انصارالله_خبردارے
د يمن انصارالله غورځنګ د سياسي شورا غړي وويل، د يمن د هوائي ځواکونواو عمليات او ډرون حملې به په دغه هېواد د سعودي او امارتو تيري تر ختمېدو پورې دوام ولري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2019 12:55 Asia/Kabul
  • سعودي او اماراتو ته د يمن د انصارالله خبردارے

د يمن انصارالله غورځنګ د سياسي شورا غړي وويل، د يمن د هوائي ځواکونواو عمليات او ډرون حملې به په دغه هېواد د سعودي او امارتو تيري تر ختمېدو پورې دوام ولري.

د العالم چېنل د رپوټ له مخې د يمن د انصارالله غورځنګ د سياسي شورا غړي محمد البخيتي د دې په بيانولو سره چې يمني ډرون عمليات له دغه هېواد څخه د دفاع په لړ کښې ترسره شوي دي وويل، سعودي له شاتګ او په يمن د تيري له ختمولو نه بغېر بله څه چاره نه لري.

البخيتي هوائي شرکتونو او عامه خلقوته هم خبردارے ورکړ، د سعودي په هوائي ډګرونو حملې د يمن د فوځ قانوني او روا هدف دے.

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو نن سحر يو ځل بيا له پينځو ډرون الوتکو څخه په استفادې سره د سعودي په ابها نومې هوائي ډګر حمله وکړه.

د يو بل خبر له مخې د يمن د المهره د والي جانشين بدر کلشات په الغيضه ښار کښې د سعودي او اماراتو د ائتلاف له پټو جېلونو او په دغو جېلونو کښې د بې ګناه کسانوله شکنجه کولو پرده اوچته کړه او د يمن له مستعفي حکومته يې وغوښتل د دغه جنايت په باره کښې دې تحقيقات وکړي او د هر ډول ځاي جېلونو د تړلو حکم دې جاري کړي.

سعودي او امارات د يمن د ختيځ  المهره صوبې ته د فوځيانو او ملېشائي ځواکونو په لېږلو سره په دغو سيمو کښې  د خپل نفوذ او نيواګرۍ د زياتولو لپاره خپلو هلو ځلوته دوام ورکوي.