سعودي او اماراتو ته د يمن د انصارالله خبردارے
د يمن انصارالله غورځنګ د سياسي شورا غړي وويل، د يمن د هوائي ځواکونواو عمليات او ډرون حملې به په دغه هېواد د سعودي او امارتو تيري تر ختمېدو پورې دوام ولري.
د العالم چېنل د رپوټ له مخې د يمن د انصارالله غورځنګ د سياسي شورا غړي محمد البخيتي د دې په بيانولو سره چې يمني ډرون عمليات له دغه هېواد څخه د دفاع په لړ کښې ترسره شوي دي وويل، سعودي له شاتګ او په يمن د تيري له ختمولو نه بغېر بله څه چاره نه لري.
البخيتي هوائي شرکتونو او عامه خلقوته هم خبردارے ورکړ، د سعودي په هوائي ډګرونو حملې د يمن د فوځ قانوني او روا هدف دے.
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو نن سحر يو ځل بيا له پينځو ډرون الوتکو څخه په استفادې سره د سعودي په ابها نومې هوائي ډګر حمله وکړه.
د يو بل خبر له مخې د يمن د المهره د والي جانشين بدر کلشات په الغيضه ښار کښې د سعودي او اماراتو د ائتلاف له پټو جېلونو او په دغو جېلونو کښې د بې ګناه کسانوله شکنجه کولو پرده اوچته کړه او د يمن له مستعفي حکومته يې وغوښتل د دغه جنايت په باره کښې دې تحقيقات وکړي او د هر ډول ځاي جېلونو د تړلو حکم دې جاري کړي.
سعودي او امارات د يمن د ختيځ المهره صوبې ته د فوځيانو او ملېشائي ځواکونو په لېږلو سره په دغو سيمو کښې د خپل نفوذ او نيواګرۍ د زياتولو لپاره خپلو هلو ځلوته دوام ورکوي.