په عسقلان زندان کښې فلسطیني اسیرانو هراړخیز لوږتړ پیل کړ
Jun 16, 2019 13:03 Asia/Kabul
په عسقلان جیل کښې د صهیونیسټي رژيم په بند کښې پرتو فلسطیني اسیرانو له نن څخه په خپل سخت حالت باندې په اعتراض کښې لوږتړ پيل کړی دی.
وفا خبري آژانس خبر ورکړی چې په عسقلان زندان کښې فلسطیني اسیرانو په ځان باندې د لګیدلو سزاګانو په لرې کولو کښې د صهیونیسټي رژیم د جیلونو د ادارې ځنډ ته په اشارې سره وویل چې دا لوږتړ به یې نامحدود وي.
د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژیم د جیلونو ادارې د روان کال په اپریل میاشت کښې د فلسطیني اسیرانو د نامحدود لوږتړ په اتمه ورځ، د بندیانو له برخې څخه د پارازیټ مشین د لرې کولو په شمول د هغوي شرطونو او غوښتنو ته غاړه ایښې وه.
ټیګونه