پاکستان دفلسطینیو کډوالو بشپړ ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83027-پاکستان_دفلسطینیو_کډوالو_بشپړ_ملاتړ_کوی
د پیړۍ معاملې پلان د امریکا او صهونیسټ رژیم یو داسې ګډ پلان دی چې د فلسطنیانو لپاره هیڅ ګټه نه لری او یوازې د قدس د نیواکګر رژیم دګټو دساتلو لپاره یوه سپیره دسیسه ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 27, 2019 00:48 Asia/Kabul
  • پاکستان دفلسطینیو کډوالو بشپړ ملاتړ کوی

د پیړۍ معاملې پلان د امریکا او صهونیسټ رژیم یو داسې ګډ پلان دی چې د فلسطنیانو لپاره هیڅ ګټه نه لری او یوازې د قدس د نیواکګر رژیم دګټو دساتلو لپاره یوه سپیره دسیسه ده .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د په ملګروملتو کې د پاکستان استازې میرمن ملیحه لودهی  د فلسطینیو  کډوالو  په چارو کې د مرستندویه  او کارکسب موندونکی د ادارې  په مالی ملاتړ  دپاکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ او وې وئیل  داسلام اباد حکومت  دفلسطین دملت  آئیډیاؤ ته پابند دی .

 په ملګروملتو کې د پاکستان دایمی استازې  همداراز  خپل وطن ته د فلسطینو کډوالو  دبیرته ستنیدا  په ضرورت ټینګار وکړ. د صهیونیسټ وحشی رژیم  په لاس د  دفلسطینیانو د ټاټوبی  دنیواک له امله  څه دپاسه پنځه میلیون فلسطینیان نورو هیوادونو ته کډه په سر شوی دی . 

په داسې حال کې چې  دامریکا صهونیسټی دسیسې په اساس  دپیړۍ دمعاملې د  اجرا  دلومړنۍ مرحلې په  توګه دبحرین په منامې کې د فلسطین د آئیدئیل په خلاف   تش په نامه  اقتصادی غونډه  روانه ده ،  دپاکستان  ډیپلوماټانو ، متفکرانو  او سیاستوالانو  پرون په اسلام اباد کې  د پیړۍ دمعاملې  په موضوع سره  په یوه سیمنار کې  وئیلی دی ، د پیړۍ  معاملې  پلان  د امریکا او صهونیسټ رژیم یو  داسې ګډ پلان دی چې  د فلسطنیانو لپاره هیڅ ګټه نه لری او یوازې د قدس د نیواکګر رژیم  دګټو دساتلو لپاره یوه سپیره دسیسه  ده .

 دپاکستان دغو شخصیونو د پیړۍ  دمعاملې  دپلان داجرا لپاره  له امریکا اوصهونیسټ رژیم سره په ملګرتیا او د فلسطین  د مظلوم ولس  پر حقوقو په سترګو پټولو کې د سیمې د ځینو هیوادونو په رول په سختو نیوکو سره  ټینګار کړی ،  دغه پلان په ماتې محکوم دی، ځکه  په دغه پلان کې  دفلسطین  د خلکو درست حقوق سلب شوی دی او فلسطنییان به حتی له ځانه ددفاع حق هم ونه لری، چې   دا دفلسطین له آئیډئیل سره  ستر خیانت دی .