پاکستان دفلسطینیو کډوالو بشپړ ملاتړ کوی
د پیړۍ معاملې پلان د امریکا او صهونیسټ رژیم یو داسې ګډ پلان دی چې د فلسطنیانو لپاره هیڅ ګټه نه لری او یوازې د قدس د نیواکګر رژیم دګټو دساتلو لپاره یوه سپیره دسیسه ده .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د په ملګروملتو کې د پاکستان استازې میرمن ملیحه لودهی د فلسطینیو کډوالو په چارو کې د مرستندویه او کارکسب موندونکی د ادارې په مالی ملاتړ دپاکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ او وې وئیل داسلام اباد حکومت دفلسطین دملت آئیډیاؤ ته پابند دی .
په ملګروملتو کې د پاکستان دایمی استازې همداراز خپل وطن ته د فلسطینو کډوالو دبیرته ستنیدا په ضرورت ټینګار وکړ. د صهیونیسټ وحشی رژیم په لاس د دفلسطینیانو د ټاټوبی دنیواک له امله څه دپاسه پنځه میلیون فلسطینیان نورو هیوادونو ته کډه په سر شوی دی .
په داسې حال کې چې دامریکا صهونیسټی دسیسې په اساس دپیړۍ دمعاملې د اجرا دلومړنۍ مرحلې په توګه دبحرین په منامې کې د فلسطین د آئیدئیل په خلاف تش په نامه اقتصادی غونډه روانه ده ، دپاکستان ډیپلوماټانو ، متفکرانو او سیاستوالانو پرون په اسلام اباد کې د پیړۍ دمعاملې په موضوع سره په یوه سیمنار کې وئیلی دی ، د پیړۍ معاملې پلان د امریکا او صهونیسټ رژیم یو داسې ګډ پلان دی چې د فلسطنیانو لپاره هیڅ ګټه نه لری او یوازې د قدس د نیواکګر رژیم دګټو دساتلو لپاره یوه سپیره دسیسه ده .
دپاکستان دغو شخصیونو د پیړۍ دمعاملې دپلان داجرا لپاره له امریکا اوصهونیسټ رژیم سره په ملګرتیا او د فلسطین د مظلوم ولس پر حقوقو په سترګو پټولو کې د سیمې د ځینو هیوادونو په رول په سختو نیوکو سره ټینګار کړی ، دغه پلان په ماتې محکوم دی، ځکه په دغه پلان کې دفلسطین د خلکو درست حقوق سلب شوی دی او فلسطنییان به حتی له ځانه ددفاع حق هم ونه لری، چې دا دفلسطین له آئیډئیل سره ستر خیانت دی .