د سعودي په فوځي سنګرونو د يمنيانو توغنده اي حمله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83079-د_سعودي_په_فوځي_سنګرونو_د_يمنيانو_توغنده_اي_حمله
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د يمن د خلقو په خلاف د آل سعود رژيم د جنايتونو په ځواب کښې د سعودي په فوځي سنګرونو په زلزال -۱ ډول ټوغندي سره حمله وکړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 29, 2019 14:16 Asia/Kabul
  • د سعودي په فوځي سنګرونو د يمنيانو توغنده اي حمله

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د يمن د خلقو په خلاف د آل سعود رژيم د جنايتونو په ځواب کښې د سعودي په فوځي سنګرونو په زلزال -۱ ډول ټوغندي سره حمله وکړه.

د المسيره خبري سائيټ د رپوټ له مخې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو بېګا په زلزال يو ډول توغندي سره د سعودي د عسير صوبې په مجازه سيمه کښې د سعودي ځواکونوسنګرونه وويشتل چې له امله يې يو شمېر سعودي ځواکونه مړۀ يا ژوبل شول.

له دې مخکښې د سعودي تيريګر ائتلاف جنګي الوتکو د يمن په تعز صوبه کښې په يو کور باندې په حمله کښې د يوې کورنۍ نهه تنه ووژل.

د يمن د الحدېده ښار په استوګن سيمو باندې د سعودي تيريګر ائتلاف د ځواکونو په هاوني حمله کښې هم يو شمېر ښځې او ماشومان ژوبل شول.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسوپه رسولو کښې نه دي کامياب شوي