يمنيانو د سعودي يوه بله ډرون جاسوسي الوتکه نسکوره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83177-يمنيانو_د_سعودي_يوه_بله_ډرون_جاسوسي_الوتکه_نسکوره_کړه
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو له يمن سره د سعودي په پوله کښې د دغه هېواد په مشرۍ د تيريګر ائتلاف يوه ډرون جاسوسي الوتکه راوغورزوله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2019 02:16 Asia/Kabul
  • يمنيانو د سعودي يوه بله ډرون جاسوسي الوتکه نسکوره کړه

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو له يمن سره د سعودي په پوله کښې د دغه هېواد په مشرۍ د تيريګر ائتلاف يوه ډرون جاسوسي الوتکه راوغورزوله.

د الميادين خبري سائيټ د رپوټ له مخې دغه الوتکه پرون د جبل الدود په ختيځ کښې د سعودي د جيزان په پوله ايزه سيمه کښې نسکوره شوه.

د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو د هوائي دفاعي ځواک تر اوسه د دغه تيري ګر ائتلاف څو ډرون الوتکې راغورزولي دي.

همدارنګ په تېرو هفتو کښې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د سعودي په جنوبي ښارونو کښې د دغه هېواد په فوځي مرکزونو پراخې ډرون حملې کړې دي

دغه دفاعي حملې له دې وروسته شروع شوې دي چې يمني چارواکو تيريګرو ته په خبرداري ورکولو سره اعلان وکړ، د يمن فوځي او ولسي ځواکونه به د سعودي تيري ګر ائتلاف د حملو په ځواب کښې د دغه هېواد په فوځي اډو، تاسيساتو او مراکزو باندې خپلو حملو ته دوام ورکړي.