محمد علي الحوثي: تيريګر هېوادونه دې له يمنه اوځي
د يمن د انقلاب د عالي کمېټۍ مشر وويل، تيريګر هېوادونه دې د اروپائي او امريکائي وسلو د ازمائنې لپاره د یمن له خاورې څخه خپلې استفادې ته خاتمه ورکړي.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې محمد علي الحوثي په خپل ټوئيټري پېغام کښې وويل، تيريګر هېوادونه دې د يمن محاصره او تېرے ختم کړي او له دغه هېواده دې پښې سپکې کړي.
د يمن د اطلاع رسونې وزير ضيف ا... الشامي هم وويل، له يمنه د شاتګ لپاره د اماراتو فېصلې د سعودي و اماراتو اختلافات په ډاګه کړي دي او ښودنه کوي چې سعودي په يمن کښې ماتې خوړلې ده.
سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسوپه رسولو کښې نه دي کامياب شوي