مقاومت په ترټولوښه موقعیت کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83498-مقاومت_په_ترټولوښه_موقعیت_کښې_دی
زمونږخبریال راپور ورکړ د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله په دې خبرې سره چې مقاومت په ترټولو لوړ حالت کښې دی ټینګار وکړ په مینځنی ختیځ کښې به د صهیونیسټ رژیم او دامریکا غلیمانه سیاستونه له ماتی سره مخ شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2019 11:18 Asia/Kabul
  •  دصهیونیسټانو له مقام غوښتنې ، تیریو  او جنایتونو سره د مقابلې لپاره یوازنې او ترټولو قوي لاره او انتخاب مقاومت  دی .
    دصهیونیسټانو له مقام غوښتنې ، تیریو او جنایتونو سره د مقابلې لپاره یوازنې او ترټولو قوي لاره او انتخاب مقاومت دی .

زمونږخبریال راپور ورکړ د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله په دې خبرې سره چې مقاومت په ترټولو لوړ حالت کښې دی ټینګار وکړ په مینځنی ختیځ کښې به د صهیونیسټ رژیم او دامریکا غلیمانه سیاستونه له ماتی سره مخ شی .

دلبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله په بیروت کښې  په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی شورا د مشر له ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان سره په کتنې کښې په سیمه کښې دامنیت او د سولې له ټینګیدا سره په مرسته کښې د ایران دملت ، حکومت او د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د ملاتړونو په قدرونې سره وویل هماغه ډول چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای فرمائیلی دی امریکا دایران پرضد دجنګ دتپلو قدرت نلری .

هغه وویل امریکا پوهیږی که چیرې د ایران پرضد جنګ وشی نو ټوله سیمه ښکیلیږی او په پریکنده توګه دا به دامریکا ختمیدل وی .

حسن نصر الله د فلسطین مسلې ته په اشارې سره وویل دصهیونیسټانو له مقام غوښتنې ، تیریو  او جنایتونو سره د مقابلې لپاره یوازنې او ترټولو قوی لاره او انتخاب مقاومت  دی .