يمنيانو بيا د سعودي په نجران هوائي اډې ډرون حملې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83689-يمنيانو_بيا_د_سعودي_په_نجران_هوائي_اډې_ډرون_حملې_وکړې
د يمن د وسله والو ځواکونو وياند نن سحر د سعودي عرب په جنوب کښې په نجران هوائي اډه د ډرون حملو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2019 11:27 Asia/Kabul
  • يمنيانو بيا د سعودي په نجران هوائي اډې ډرون حملې وکړې

د يمن د وسله والو ځواکونو وياند نن سحر د سعودي عرب په جنوب کښې په نجران هوائي اډه د ډرون حملو خبر ورکړ.

د المسيره د رپوټ له مخې د يمن د وسله والو ځواکونو وياند جنرل يحيی سريع د نجران په هوائي اډه په قاصف k2 ډرون الوتکو سره د يمن د هوائي ځواک  پراخو عملياتو ته په اشارې سره وويل، په دغو عملياتو کښې وړومبې په هوائي اډه کښې د سعودي د فوځ د ډرون الوتکو د کنټرولو مرکز او بيا د الوتکو اودرولو کوټې او نور فوځي مرکزونه بمباري کړې شول.

د يمن د وسله والو ځواکونو وياند په نجران هوائي اډه کښې د يمني ډرون حملو په وجه د الوتونو بندېدو ته په اشارې سره وو زياته کړه، دغه عمليات د يمن په خلقو د سعودي ائتلاف د هوائي حملو په ځواب کښې ترسره شول چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کښې د يمن په مختلفو سيمو د هغوي د هوائي حملو شمېر اويشتو ته رسېدلے دے.

يمني ډرون الوتکو په تېرو څو ورځو کښې د سعودي په ملک خالد، جيزان، نجران او ابها هوائي اډو کښې په مهمو او حساسو ځايونو حملې وکړې.