يمنيانو د سعودي په "ابها" هوائي اډې بيا ډرون حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83695-يمنيانو_د_سعودي_په_ابها_هوائي_اډې_بيا_ډرون_حمله_وکړه
د يمن د وسله والو ځواکونو وياند نن سحر د سعودي په جنوب کښې په ابها هوائي اډې د يمن د فوځی او ولسي ځواکونو لخوا د ډرون حملې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2019 02:00 Asia/Kabul
  • يمنيانو د سعودي په

د يمن د وسله والو ځواکونو وياند نن سحر د سعودي په جنوب کښې په ابها هوائي اډې د يمن د فوځی او ولسي ځواکونو لخوا د ډرون حملې خبر ورکړ.

د يمن د السمير ټي وي چېنل د رپوټ له مخې جنرل يحيی سريع وويل، دغه عمليات په قاصف k2 نومې ځاي ډرون الوتکې سره ترسره شول چې پکښې د سعودي مهم فوځي مرکزونه په نښه کړې شول.

د دغه رپوټ له مخې حمله دومره سخته وه چې د هوائي اډې ټول الوتونه په ټپه اودرېدل.

په رپوټ کښې وويل شول: دغه عمليات د سعودي تيري ګرو د جنايتونو په ځواب کښې ترسره شوي دي.

په تېرو هفتو کښې د سعودي د جنوبي ښارونو فوځي مرکزونه د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو د ډرون حملو هدف ګرځېدلي دي، په دا ډول چې په سعودي کښې لګېدلي امريکائي پيټرياټ توغندي د دغو حملو چې د رياض د حکومت لپاره په ويرونکي خوب بدلې شوې دي مخه نه شي نيوې.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي