«د ستنېدو حق» لاريون کښې نور49 فلسطينيان زخمي شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83796-د_ستنېدو_حق_لاريون_کښې_نور49_فلسطينيان_زخمي_شول
د فلسطين د روغتيا وزارت بېګا وويل، د غزې په تړانګه کښې د ستنېدو حق نومې ستر لاريون د نهه شپېتمې جُمعې په موقع لږ تر لږه نهه څلوېښت فلسطينيان ژوبل شول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2019 01:54 Asia/Kabul
  • «د ستنېدو حق» لاريون کښې نور49 فلسطينيان زخمي شول

د فلسطين د روغتيا وزارت بېګا وويل، د غزې په تړانګه کښې د ستنېدو حق نومې ستر لاريون د نهه شپېتمې جُمعې په موقع لږ تر لږه نهه څلوېښت فلسطينيان ژوبل شول

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې پرون د جُمعې په ورځ د ستنېد حق نومې لاريون د وادي الحمص له اوسيدونکو سره د پيوستون تر عنوان لاندې ترسره شو.

صهيونېسټوفوځيانو د فلسطيني مظاهره کونکو د ځپنې په دوران کښې په فلسطينيانو باندې د جنګي ګوليوله چلولو نه علاوه په هغوي اوښکې بيونکے او زهرجن ګېس هم استعمال کړ.

د فلسطين د روغتيا وزارت وويل، په زخميانو کښې د شين هوا چيني خبري آژانس د خبريال په شمول دوه خبريالان هم شامل دي.

د ستنېدو حق نومې صلح ايز لاريون د غزې په تړانګه کښې د زمکې د ورځې په مناسبت د ۲۰۱۸ کال د مارچ له دېرشمې نېټې شروع شوے او هم هغه شان دوام لري چې پکښې له هغه وخت نه تر اوسه پورې لږ تر لږه درې سوه لس فلسطينيان د صهيونېسټو ځواکونو په ډزو سره شهيدان  او يودېرش زره هم ژوبل شوي دي.