یمن په جیزان کښې د سعودي ائتلاف جاسوسي الوتکه نسکوره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83818-یمن_په_جیزان_کښې_د_سعودي_ائتلاف_جاسوسي_الوتکه_نسکوره_کړه
د یمن د پوځ دافع هوا مرکز او ولسي مبارزانو بیګا د عربستان د سویل په جیزان سیمه کښې د تیري ګر سعودي ائتلاف یو جاسوسي ډرون نسکور کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2019 03:02 Asia/Kabul
  • یمن په جیزان کښې د سعودي ائتلاف جاسوسي الوتکه نسکوره کړه

د یمن د پوځ دافع هوا مرکز او ولسي مبارزانو بیګا د عربستان د سویل په جیزان سیمه کښې د تیري ګر سعودي ائتلاف یو جاسوسي ډرون نسکور کړی دی.

د یمن پوځ او ولسي مبارز ځواک وویل چې د عربستان یوه بې پایلټه جاسوسي الوتکه یې د جیزان په جحفان سیمه کښې په نښه شوې او نسکوره کړی شوې ده.

د یمن پوځ او ولسي مبارز ځواک په خپل هیواد باندې د سعودي ائتلاف د تیري له پیل راهیسې د عربستان او د هغه د انډیوالانو لسګونه ډرون او جاسوسي الوتکې نسکورې کړې دي.

د سعودي رژيم له خوا د یمن د هراړخیزې محاصرې سره سره د دغه هیواد د پوځ او ولسي مبارز ځواک دفاعي توان ورځ په ورځ په زیاتیدو دی.