مبارزې ډلې دې د نتن یاهو له لمسونکی اقدام سره مقابله وکړی
په داسې حال کې صهیونیسټی پوځیان الخلیل سیمې ته د نتن یاهو د ورتلو په درشل کې ، د امنیتی اقداماتو په چوکاټ کې دفلسطینیانو دکورونو په چتونو ځای په ځای شوی دی ، دصهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکی په لسګونو بسونو کې دغې سیمې ته وارد شوی دی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ په لویدیځی غاړې کې الخلیل ښار ته دسفر لپاره د صهیونیسټی رژیم دلومړی وزیر په فیصلې پسې فلسطینیو ډلو د بینیامین نتن یاهو له دغه لمسونکی اقدام سره د مقابلې او دفلسطینیانو دغونډیدو غوښتنه کړې ده .
د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ ویند،ی خالد البطش بیګا دنتن یاهو د سپیرو اقداماتو سره د مقابلې په ضرورت ټینګار کړی او په الخلیل اولویدیځی غاړې کې ئې له فلسطینیو ښاریزو غوښتی دی ، دپنجشنبې په مازدیګر دې دمسلمانانو دسپیڅلتیاؤ د بې احترامۍ د مخینوی لپاره دې سره غونډ شی .
د فلسطین دآزادۍ لپاره دډیموکراټیک جبهې دسیاسی دفتر یوه مسئول طلال ابوظریفه هم له نتن یاهو سره پر مقابلې په ټینګار سره وئیلی دی ، الخلیل ښار ته د سفر لپاره دنتن یاهو فیصله په ابراهیمی حرم دحملو د دوام او ښارګوټو دجوړونې دوام ته د رواوالی دبخښنې لپاره هڅه ده چې هیڅکله به ورته دغه شاان اجازت ورنکړی .
د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس په اعلامیې کې هم دالخلیل له ښاریزو غوښتل شوی دنتن یاهو له لمسونکو اقداماتو سره دې مقابله وکړی .