د مقاومت چورلیز د امریکې او اسرائیلو دباؤنو ته نه تسلیمیږي
د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصر الله: د مقاومت په هوډ او اراده کښې نه بندیزونه کوم خلل رامینځته کولی شي او نه بې وزلي او لوږه.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي د امریکې او صهیونیسټي رژيم د دباؤنو په وړاندې د مقاومت د چورلیز په ودریدنې باندې په ټینګار سره وویل: د مقاومت په هوډ او اراده کښې نه بندیزونه کوم خلل رامینځته کولی شي او نه بې وزلي او لوږه.
سید حسن نصر الله بیګا په بیروت کښې د حسیني تاسوعا په مناسبت خپله وینا کښې، د امریکې ولسمشر او د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم ته په خطاب کښې وویل: مونږ د بندیزونو د سختیدو په شمول له ټولو ګواښونو او خطرونو سره سره د امام حسین علیه السلام په لاره د تګ هوډ کړی دی او د دښمنانو په وړاندې به ستره مقابله جاري وساتو.
هغه د مقاومت د چورلیز په تیره بیا د ایران خلاف د امریکې د ظالمانه بندیزونو په هکله څرګنده کړه: ټرمپ او نتانیاهو ته به ثابته شي چې مونږ هغه خلک یو چې د حضرت امام حسین علیه السلام د لارې په پیروۍ سره مو هیڅ محاصره او بایکاټ په ارادې او هوډ اغیزه نه کوي.
سید حسن نصر الله د اسلام انقلاب د معظم رهبر له لارښوونو د لبنان د مقاومت پیروۍ ته په اشارې سره وویل: نن سبا امریکا او اسرائیل او د هغوي لاس پوڅي نیت لري چې زمونږ خیمه ګاه او چورلیز کلابند کړي خو د دې چورلیز قومندان امام خامنه اي او مرکز یې د ایران اسلامي جمهوریت دی چې په کلابندۍ، لوږې او جنګ سره به تسلیم نه شي او مونږ به یې د خپلې وینې تر وروستۍ څاڅکي پورې ملاتړ وکړو.