یمن د عربستان د آرامکو په تیلي تاسیساتو ډرون حمله وکړه
(last modified Sat, 14 Sep 2019 10:59:35 GMT )
Sep 14, 2019 15:29 Asia/Kabul
  • یمن د عربستان د آرامکو په تیلي تاسیساتو ډرون حمله وکړه

د یمن پوځ د عربستان د آرامکو شرکت په تیلي تاسیساتو باندې د بې پایلټه الوتکې د حملې مسئولیت ومنه.

د ایران پریس د خبر له مخې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع نن وویل: د یمن د پوځ او ولسي مبارز ځواک ډرون یونټ په لسو بې پایلټه الوتکو سره د بقیق او خریص د تیلو چڼځي په نښه کړل.

هغه زیاته کړه چې د یمن د پوځ دغه ډرون عملیات د دفاعي عملیاتو په لړ کښې او د یمن د ولس خلاف د تیري ګرو د جنایتونو په غبرګون کښې شوې دي.

هغه ټینګار وکړ چې دا عملیات د عربستان دننه د یمني ځواکونو ډیر ستر عملیات دي او له دقیقې اطلاعاتي څارنې او د عربستان دننه د شریفو او پتمنو کسانو په ملګرتیا سره یې بڼه نیولې ده.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند هم داشان ټینګار وکړ: د تیري ګرو د حملو او د یمن د ولس د کلابندۍ د دوام په بڼه کښې د دې هیواد راتلونکي عملیات به لاپراخ او ډیر دردناک وي.