د یمن په سویل کښې ډینګي او ملیریا تبې خورې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85086-د_یمن_په_سویل_کښې_ډینګي_او_ملیریا_تبې_خورې_شوې
په عدن کښې لسګونه یمنیان د ډینګي او ملیریا تبو په شان په خوریدونکو ناروغیو اخته شوي او په روغتونونو کښې داخل شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2019 04:07 Asia/Kabul
  • د یمن په سویل کښې ډینګي او ملیریا تبې خورې شوې

په عدن کښې لسګونه یمنیان د ډینګي او ملیریا تبو په شان په خوریدونکو ناروغیو اخته شوي او په روغتونونو کښې داخل شوې دي.

د یمن د سویل د عدن ولایت روغتونونه په دینګي او ملیریا تبو او د ماشو او د ولاړو او ګنده اوبو په وجه د راګډو شویو نورو ناروغیو باندې له اخته شویو لسګونو ناروغانو ډک شوې دي.

روغتوني سرچینو ویلې دي چې دغه ناروغۍ له تیرو دریو اونیو راهیسې د عدن په مختلفو ښارونو کښې په ډیر شدت او چټکتیا سره رامینځته شوې دي او په ګڼه ګوڼې سیمو کښې د ناروغانو شمیر لازیات دی.

خبر زیاتوي چې د عربستان د حملو له امله د یمن زیاتره بیخ بیناوې له مینځه تلې دي او استعمال شوې اوبه څو څو ورځې په لارو کوڅو او سړکونو کښې ولاړې وي چې د ناقلو ماشو د ودې لپاره یو مناسب ماحول رامینځته کوي.