«د ستنېدو حق» لاريون کښې ۷۷ فلسطينيان ژوبل شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85476-د_ستنېدو_حق_لاريون_کښې_۷۷_فلسطينيان_ژوبل_شول
د فلسطين د روغتيا وزارت بېګا د غزې په تړانګه کښې د ستنېدو حق نومې ستر لاريون د اتيايمې جُمعې په ورځ د اوه اويا فلسطينيانو د ژوبلېدو خبر ورکړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 26, 2019 02:47 Asia/Kabul
  • «د ستنېدو حق» لاريون کښې ۷۷ فلسطينيان ژوبل شول

د فلسطين د روغتيا وزارت بېګا د غزې په تړانګه کښې د ستنېدو حق نومې ستر لاريون د اتيايمې جُمعې په ورځ د اوه اويا فلسطينيانو د ژوبلېدو خبر ورکړ.

د العالم د رپوټ له مخې پرون د جُمعې په ورځ د ستنېدو حق نومې لاريون «زمونږ اسيرانو، زمونږ مسجدالاقصی، مونږ راروان يوو» ترعنوان لاندې ترسره شو.

صهيونېسټي فوځيانو د فلسطينيانو د ځپلو په دوران کښې په فلسطينيانو باندې د جنګي ګوليو له چلولو نه علاوه اوښکې بهيونکي او زهرجن ګېس هم استعمال کړ.

د ۲۰۱۸ کال د مارج له دېرشمې نه تر اوسه په دغو لاريونونو کښې له درې سوه دېرشو زيات فلسطينيان د اسرائيلي فوځيانو په ډزو سره شهيدان شوي او لږ تر لږه يو دېرش زره نور هم ژوبل شوي دي.