د عراق په غږملتیا سره د بغدادی پرضد عملیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85517-د_عراق_په_غږملتیا_سره_د_بغدادی_پرضد_عملیات_شوی
رویټرز خبری اژانس وایی د عراق پوځ وویل د سوریې په ادلب ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر بغدادی په وژلې کښې د امریکا عملیات د بغداد په ملګرتیا سره ترسره شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2019 01:02 Asia/Kabul
  • داعش ترهګرې ډلې د سوریې ډیرې  سیمې ونیولې او دخلکو پرضد یې ستر ظلمونه او جنایتونه وکړل .
    داعش ترهګرې ډلې د سوریې ډیرې سیمې ونیولې او دخلکو پرضد یې ستر ظلمونه او جنایتونه وکړل .

رویټرز خبری اژانس وایی د عراق پوځ وویل د سوریې په ادلب ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر بغدادی په وژلې کښې د امریکا عملیات د بغداد په ملګرتیا سره ترسره شوی دی .

د عراق پوځ پرون په یوې(۱) بیانیې کښې د داعش ترهګرې ډلې د مشر پرضد د امریکا د عسکرو د عملیاتو له ترسره کیدا مخکې د عراق ملی استخباراتی ادارې د ابوبکر بغدادی  د پټنځای په هکله اطلاعات واشنګټن  ته ورکړی وو .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون مازیګر په سپینې ماڼۍ کښې په خبرې ناسته کښې په سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې دمشر ابوبکر بغدادی د وژل کیدا خبر ورکړ .

د ابوبکر بغدادی په مشرۍ داعش ترهګرې ډلې په تیرو څو کلونو کښې د امریکا د سعودی عربستان د صهیونیسټ رژیم د متحده عربی اماراتو د انګلستان د فرانسې او دنورو عربو او اروپایی هیوادونو په مالی پوځی اواستخباراتی ملاتړونو سره د عراق او د سوریې ډیر سیمې ونیولې او دخلکو پرضد یې ستر ظلمونه او جنایتونه وکړل .