داسلامی ایران او قطر خارجه وزیرانو کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85552-داسلامی_ایران_او_قطر_خارجه_وزیرانو_کتنه_وکړه
ښاغلی محمد جواد ظریف او محمد بن عبدالرحمان ال ثانی نن په دوحه کی کتنه او د وروستیو سیمه ایزو بدلونونو او دوه اړوخیزه اړیکو په اړه د نظر تبادله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2019 11:36 Asia/Kabul
  • داسلامی ایران او قطر خارجه وزیرانو کتنه وکړه

ښاغلی محمد جواد ظریف او محمد بن عبدالرحمان ال ثانی نن په دوحه کی کتنه او د وروستیو سیمه ایزو بدلونونو او دوه اړوخیزه اړیکو په اړه د نظر تبادله وکړه .

زمونږ خبریال راپور راکوی د اسلامی ایران او قطر خارجه وزیر انو په دوحه کی د مونیخ د امنیتی کانفرنس د سیمه ایزې غونډې په ترڅ کی کتنه او خبرې اترې وکړې .

ښاغلی محمد جواد ظریف او محمد بن عبدالرحمان ال ثانی نن په دوحه کی کتنه او د وروستیو سیمه ایزو بدلونونو او دوه اړوخیزه اړیکو په اړه د نظر تبادله وکړه .

په عین حال کی د مونیخ امنیتی کانفرنس سیمه ایزه غونډه د قطر د امیر او د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو د سیاسی او امنیتی چارواکو په شتون سره په دوحه کې پرانستل شوه .

د اسلامی ایران خارجه وزیر به د دغه کانفرنس په دو غونډو کی په سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو وینا وکړی .