صهیونیسټ رژیم دمقاومت د شرطونوپه منلوسره اووربند وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85890-صهیونیسټ_رژیم_دمقاومت_د_شرطونوپه_منلوسره_اووربند_وکړ
له بل پرون راهسې په غزې تړانګې د وحشی صهیونیسټی رژیم په وحشی ډوله حملو کې د شهیدانو شمیر پنځو دیرشو او دټپیانو شمیر هم کابو اتیاؤ تنو ته رسیدلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 14, 2019 10:42 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم دمقاومت د شرطونوپه منلوسره اووربند وکړ

له بل پرون راهسې په غزې تړانګې د وحشی صهیونیسټی رژیم په وحشی ډوله حملو کې د شهیدانو شمیر پنځو دیرشو او دټپیانو شمیر هم کابو اتیاؤ تنو ته رسیدلی دی .

فارس خبری آ ژانس راپورورکړ د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ یوه مسئول مقام نن په همداوروستیو کې وئیلی دی ،د مقاومت د قوماندانانو د ترور په درولو ، د بیرته د ستنیدا دحق په لاریون کې  پر فلسطنیانوله ډزو په  ډډه کولو مشتمل دصهونیسټ رژیم له خوا د فلسطینیو ډلو د شرطونو په منلو سره په غزې تړانګې کې د فلسطینیو ډلو او ددغه رژیم  ترمینځ اوور بند د مصر  په مینځګړیتوب سره ټینګ شو .

ددغه راپور په اساس  اوور بند له نن سهاره اجرائی شوی دی .

 د فلسطین  د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشی زیاد النخاله بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی صهیونیسټانو د اوور بندغوښتنه کړې ده او اسلامی جهاد هم د اوور بند تحقق لپاره  خپل شرطونه  ورته اعلان کړی دی .

وروستی راپورونه ښئ چې له بل پرون راهسې په غزې تړانګې د وحشی  صهیونیسټی رژیم  په وحشی ډوله  حملو کې د شهیدانو شمیر پنځو دیرشو او دټپیانو شمیر هم کابو اتیاؤ تنو ته رسیدلی  دی .