صهیونیسټ رژیم دمقاومت د شرطونوپه منلوسره اووربند وکړ
له بل پرون راهسې په غزې تړانګې د وحشی صهیونیسټی رژیم په وحشی ډوله حملو کې د شهیدانو شمیر پنځو دیرشو او دټپیانو شمیر هم کابو اتیاؤ تنو ته رسیدلی دی .
فارس خبری آ ژانس راپورورکړ د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ یوه مسئول مقام نن په همداوروستیو کې وئیلی دی ،د مقاومت د قوماندانانو د ترور په درولو ، د بیرته د ستنیدا دحق په لاریون کې پر فلسطنیانوله ډزو په ډډه کولو مشتمل دصهونیسټ رژیم له خوا د فلسطینیو ډلو د شرطونو په منلو سره په غزې تړانګې کې د فلسطینیو ډلو او ددغه رژیم ترمینځ اوور بند د مصر په مینځګړیتوب سره ټینګ شو .
ددغه راپور په اساس اوور بند له نن سهاره اجرائی شوی دی .
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشی زیاد النخاله بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی صهیونیسټانو د اوور بندغوښتنه کړې ده او اسلامی جهاد هم د اوور بند تحقق لپاره خپل شرطونه ورته اعلان کړی دی .
وروستی راپورونه ښئ چې له بل پرون راهسې په غزې تړانګې د وحشی صهیونیسټی رژیم په وحشی ډوله حملو کې د شهیدانو شمیر پنځو دیرشو او دټپیانو شمیر هم کابو اتیاؤ تنو ته رسیدلی دی .