د صهیونیسټ میشته ښارګوټوپه باب دې امریکا خپله فیصله بیرته واخلی
د امریکا خارجه وزیرمائک پمپئو بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت د صهیونیسټ رژیم د ښارګوټو جوړونې په وړاندې د واشنګټن مخکینی سیاست بدل کړی او نور په فلسطینی ټاټوبو کې د اسرائیلو د ښارګوټو جوړول دنړیوالو حقوقو خلاف ورزی نه ګڼی .
زمونږخبریال راپورراکړ د اردن خارجه وزیر ایمن الصفدی د اردن سین په لویدیځی غاړې کې د صهونیسټ رژیم د ښارګوټو دجوړونې په باب د امریکا د دریځ دبدلیدا خطرناکو پائیلو په باب خبرداری ورکړ.
ایمن الصفدی د فلسطینیانو په ټاټوبی کې د صهیونیسټ میشته ښارګوټو جوړول غیر قانونی بللی او وئیلی ئې دی ، په نیواکی ټاټوبو کې د ښارګوټو د جوړونې په وړاندې د امریکا ددریځ بدلیدا، به خپلو حقوقو ته په رسیدو کې د فلسطینیانو لپاره خطرناکې پایلې ولری.
د امریکا خارجه وزیر مائک پمپئو بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت د صهیونیسټ رژیم د ښارګوټو جوړونې په وړاندې د واشنګټن مخکینی سیاست بدل کړی او نور په فلسطینی ټاټوبو کې د اسرائیلو د ښارګوټو جوړول دنړیوالو حقوقو خلاف ورزی نه ګڼی .
په عین حال کې په فلسطینی ټاټوبو کې د صهیونیسټ رژیم له ښارګوټو جوړونې د امریکا ملاتړ د فلسطینیانو اروپائی اتحادئې او مصرله سختو نیوکو او اعتراضونو سره مخامخ شوی دی .
د ملګروملتو امنیت شورا د ۲۰۱۶کال ددسمبر په ۲۳نیټه د ۲۳۳۴پریکړه لیک په تصویبولو سره له صهیونیسټ رژیمه غوښتنی په بشپړ ډول دې په فلسطینیو سیموکې دخپلو ښارګوټو جوړونې درست فعالیتونه ودروی .