د صهیونیسټ میشته ښارګوټوپه باب دې امریکا خپله فیصله بیرته واخلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85990-د_صهیونیسټ_میشته_ښارګوټوپه_باب_دې_امریکا_خپله_فیصله_بیرته_واخلی
د امریکا خارجه وزیرمائک پمپئو بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت د صهیونیسټ رژیم د ښارګوټو جوړونې په وړاندې د واشنګټن مخکینی سیاست بدل کړی او نور په فلسطینی ټاټوبو کې د اسرائیلو د ښارګوټو جوړول دنړیوالو حقوقو خلاف ورزی نه ګڼی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 19, 2019 12:32 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ میشته ښارګوټوپه باب دې امریکا خپله فیصله بیرته واخلی

د امریکا خارجه وزیرمائک پمپئو بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت د صهیونیسټ رژیم د ښارګوټو جوړونې په وړاندې د واشنګټن مخکینی سیاست بدل کړی او نور په فلسطینی ټاټوبو کې د اسرائیلو د ښارګوټو جوړول دنړیوالو حقوقو خلاف ورزی نه ګڼی .

زمونږخبریال راپورراکړ د اردن خارجه وزیر ایمن الصفدی د اردن سین په لویدیځی غاړې کې د صهونیسټ رژیم د ښارګوټو دجوړونې په باب د امریکا د دریځ دبدلیدا خطرناکو پائیلو په باب خبرداری ورکړ.

 ایمن الصفدی د فلسطینیانو په ټاټوبی کې د صهیونیسټ میشته ښارګوټو جوړول غیر قانونی بللی او وئیلی ئې دی ، په نیواکی ټاټوبو کې د ښارګوټو د جوړونې په وړاندې  د امریکا ددریځ بدلیدا، به خپلو حقوقو ته په رسیدو کې د فلسطینیانو لپاره  خطرناکې پایلې ولری.

د امریکا خارجه وزیر مائک پمپئو  بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت د صهیونیسټ رژیم د ښارګوټو جوړونې په وړاندې د واشنګټن مخکینی سیاست بدل کړی  او نور په فلسطینی ټاټوبو کې د  اسرائیلو د ښارګوټو  جوړول  دنړیوالو حقوقو  خلاف ورزی نه ګڼی .

په عین حال کې په فلسطینی ټاټوبو کې د صهیونیسټ رژیم له ښارګوټو جوړونې د امریکا ملاتړ د فلسطینیانو اروپائی اتحادئې او مصرله سختو نیوکو او اعتراضونو سره  مخامخ شوی دی .

د ملګروملتو امنیت شورا د ۲۰۱۶کال ددسمبر په ۲۳نیټه د ۲۳۳۴پریکړه لیک په تصویبولو سره له صهیونیسټ رژیمه غوښتنی په بشپړ ډول دې په فلسطینیو سیموکې دخپلو ښارګوټو جوړونې درست فعالیتونه ودروی .