امریکا په لبنان کښې له اعتراضونو ګټه پورته کول غواړي
د لبنان د حزب الله عمومي منشي: امریکایان هڅه کوي چې په لبنان کښې له هر ډول ولسي اعتراض څخه د خپلو ګټو په لړ کښې کار واخلي.
سید حسن نصر الله بیګا وویل: امریکایانو په لبنان کښې د ولسي اعتراضونو له وړومبنۍ ورځې څخه هڅه وکړه داسې وښایي چې ګني دغه اعتراضونه د حزب ا.. خلاف دي.
هغه په دې خبرې سره چې د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو هم د امریکې په شان په لبنان کښې مظاهرې د حزب الله د کمزورې کیدو لپاره یو تاریخي فرصت وباله، زیاته کړه: حزب الله په لبنان کښې د امریکې او اسرائیلو د دسیسو د عملي کیدو مخه نیسي او په سیمه کښې د امریکې او اسرائیلو د ګټو په وړاندې یو حقیقي ګواښ دی.
حسن نصر الله څرګنده کړه: امریکایان په لبنان، عراق او حتی یمن کښې اعتراضونو ته، په ایران باندې د باؤ لپاره د یو اوزار په سترګه ګوري او هڅه کوي په هغو ټولو هیوادونو کښې چې کوم اعتراض په کښې رامینځته کیږي، لاسوهنه او ترې ناوړه ګټه پورته کړي.
هغه هم داشان څرګنده کړه چې که اسرائیل په ایران باندې حمله کول وغواړي نو ایران به په خپله د اسرائیلیانو ځواب ورکړي ځکه چ ایران داسې هیواد نه دی چې غلې پاتې شي او یوازې په خپلو انډیوالانو ملا وتړي.