ددښمنانو په وړاندې د ایمان په قدرت سره مقاومت کوو
ددښمنانو په وړاندې د ایمان په قدرت سره مقاومت کوو
دعربستان بې آمانه تیریو او بمباریو د یمن دغه بې وځله عرب هیواد له سختو درملیزو او دخوراکی موادو له کمښت سره مخامخ کړی دی،خود یمن والو د کلک مقاومت په دلیل ئې تردې دمه په دغه هیواد کې دخپلو موخو ته په رسیدو یعنی په دغه هیواد کې ئې د خپل یوه تالی څټی حکومت د جوړولو په موخې کې بریالی شوی نه دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی عبدالمالک بدرالدین الحوثی بیګا په یولړ څرګندونو کې د تیریګرو په وړاندې پر مقابلې په ټینګار سره وئیلی دی ، دیمن ملت به دایمان په قدرت سره د دښمنانو په وړاندې کلک مقاومت وکړی .
الحوثی د یمن ملت یو مومن ملت بللی او پردښمنانو ئې د بریالیتوب او د مومنانو د ملګرتیا او مرستې لپاره د خداوندمتعال د وعدې په یادونې سره وئیلی دښمن به هیڅکله هم ونه توانیږی ،د یمن پر خپلواکۍ ،حاکمیّت او ټاټوبی مسلط شی .
په یمن کې د عربستان او دهغو متحدانوجنګی سازوسامان او ماډرن تجهیزاتو تر دې دمه څه دپاسه شپاړس زره یمن وال چې بچی او ښځې پکې لازیاتې ترسترګو کیږی وژلی او په لسګونو زره نور ئې ټپیان او په میلیونونو ئې کډه په سر کړی دی .دعربستان بې آمانه تیریو او بمباریو د یمن دغه بې وځلهعرب هیواد له سختو درملیزواو دخوراکی موادو له کمښت سره مخامخ کړی دی،خود یمن والو دکلک مقاومت په دلیل ئې تر دې دمه په دغه هیواد کې دخپلو موخو ته په رسیدو یعنی په دغه هیواد کې ئې د خپل یوه تالی څټی حکومت دجوړولو په موخې کې بریالی شوی نه دی .