صهیونیسټ رژیم نن سهار په غزې تړانګې برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86824-صهیونیسټ_رژیم_نن_سهار_په_غزې_تړانګې_برید_وکړ
د لبنان المنار ټیلی ویژن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم توپونو نن سهار وختی د فلسطین د غزې تړانګې په شمال کښې په« بیت لاهیا »سیمې ډزې کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2019 01:20 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم نن سهار په غزې تړانګې برید وکړ

د لبنان المنار ټیلی ویژن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم توپونو نن سهار وختی د فلسطین د غزې تړانګې په شمال کښې په« بیت لاهیا »سیمې ډزې کړی دی .

ځینو خبری سرچینو هم د غزې تړانګې په جنوب کښې په «خان یونس» سیمه کښې د بم چاودنې د غږ د اوریدا خبر ورکړی دی .

صهیونیسټ رژیم ادعا وکړه چې دغه برید د نیواکی ټاټوبو په جنوب کښې په کریات ملاخی (Kiryat Malakhi ) او عسقلان(Ashkelon) صهیونیسټ میشته ښاریو باندې له غزې تړانګې څخه د څو راکټونو  ویشتلو ته په غبرګون کښې شوی ده .

د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د انتخاباتو  په کمپاین کښې د وینا لپاره عسقلان سیمې ته تللی دی .

په عسقلان سیمه کښې د خطرې د ټلۍ له وهلو وروسته د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو یوه (۱) پناه ځاې ته وتښتیده .

د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو ، هیلی کوپټرونو ، بې پایلوټه الوتکو او توپونو په تیرو څو  اونیو کښې په ځلونو د فلسطین د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو حملې کړی دی .

د فلسطین غزې تړانګه له ۲۰۰۶ میلادی کال راهسې د اسرائیلو لخوا له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابنده شوی ده او خلک له ډیرو مشکلاتو سره مخ دی .