اسرائيلي رژيم د عراق په حشد الشعبي هوائي حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87184-اسرائيلي_رژيم_د_عراق_په_حشد_الشعبي_هوائي_حمله_وکړه
خبري سرچينو د عراق او سوريې له پولې سره نزدې د چاودنې د رامنځته کېدو او د عراق د حشدالشعبي په سنګرونو د حملې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2020 12:46 Asia/Kabul
  • اسرائيلي رژيم د عراق په حشد الشعبي هوائي حمله وکړه

خبري سرچينو د عراق او سوريې له پولې سره نزدې د چاودنې د رامنځته کېدو او د عراق د حشدالشعبي په سنګرونو د حملې خبر ورکړ.

الميادين لبناني ټي وي چېنل بېګا د عراق او سوريې له پولې سره نزدې د چاودې د رامنځته کېدو د خبرو په ورکولو سره وويل، وړومبني رارسېدلي رپوټونه ښودنه کوي چې دغه چاودنه د هوائي بمبارۍ په وجه وه.

د عراق الاتجاه ټي وي چېنل هم رپوټ ورکړ، اسرائيلي جنګي الوتکو بېګا د عراق د حشد الشعبي ولسي رضاکار ځواکونو په سنګرونو حمله وکړه.

د دغې حملې د سر او مال تاوانونو په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے.