محمد توفیق علاوي د عراق نوی وزیراعظم شو
Jan 21, 2020 04:13 Asia/Kabul
عراقي سرچینو د دغه هیواد د نوي وزیراعظم په توګه د محمد توفیق علاوي د معرفي کیدو خبر ورکړی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د عراق منابعو وویل چې د دغه هیواد ولسمشر برهم صالح تیر ماښام محمد توفیق علاوي د عراق د نوي وزیراعظم په توګه معرفي کړی دی.
ویل کیږي چې علاوي د عراق د وزیراعظمۍ لپاره د دریو کسانو له لیسټه د دغه لوړرتبه مقام لپاره غوره شوی دی.
علاوي له ۲۰۰۳ کال راهیسې د عراق د پارلیمان په دوو پړاؤنو کښې نماینده پاتې شوی دی او هم داشان د نوري المالکي په حکومت کښې د ارتباطاتو وزیر و.
یاده دې وي چې د عراق تیر وزیراعظم عادل عبدالمهدي د دغه هیواد په څو ښارونو کښې له ولسي اعتراضونو وروسته د تیر کال د نومبر په دیرشمه نیټه استعفا ورکړې وه.
ټیګونه